اسمان نه دا ګلونه په ټوکرو نه راوريږي،
غوټۍ خو په کيارو کښے د خولو نه راټوکيږي
که ته لکه فرهاد شے غر په سر باندے سورے کړے
د ژوند شيرينۍ دغه ده په پښو کښے دے رالويږي
د خاورے سره څو چه ئے د ګټے مالک نه شے
ميوے به درنه بل خوري ملا به ستا په کښے ماتيږي
بهرام شه ملا د اوتړه تکل ورپسے اوکړه
له ديوه ګل اندامه په زارو کله خلاصيږي
سره د کلکو مټو چه د بل لاسو ته ګورے
دا ،،شے،، په کومه لاره په سړو کښے حسابيږي
دا مخامخ صفا لاره د يار تر کوره راسي
تياره که پيښيده نو دا َخټکَ ورته بليږي،
اجمل بابا
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں